کابل کې د رزمي ورزشونو پسرلني جام سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۱۰۰ زياتو کلبونو څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پسرلني جام په نوم سيالۍ د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به د رزمي ورزشونو د پوښښ لاندې د ټولو سبکونو ورزشکاران په څلورو عمري کټگوريو کوچنيانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي، چې د روانې مياشتې تر ۳۰ مې نیټې به دوام وکړي.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د رزمي ورزشونو د ودې او د ورزشکارانو د استعداد او تجربو لوړولو په موخه د کابل بدني روزنې او ورزش رياست د رئيس مولوي عتيق الله خالد، د دې فدراسيون د فني او مسلکي مرستيال استاد محمد شاکر صابري او نورو ورزشي مسؤلينو په شتون کې پيل شوې, چې په لومړۍ ورځ به يې د اوسپورت او سيلف ډيفينس ورزشکارانو ترمنځ سيالۍ ترسره شي.
