کندز کې د ۵۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۳:۳۷
کندز کې د ۵۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې نهه تنه د بدن ښکلا او پنځه تنه د فټنس په برخه کې د کندز منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول او په ټوله کې اکبري کلب لومړی، نبي زاده کلب دویم او آمو کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د کندز ولایت د بدن ښکلا او فټنس ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS