د ووشو افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې دوه د برنزو مډالونه وګټل
د جاپان ایچي ناګویا ٢٠م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو کې محمد خالد هوتک په ٧٠ کیلو ګرام او حامد اشرفي په ٦٥ کیلو ګرام وزنونو کې د برنزو دوه مډالونه وګټل.
به دغو سیالیو کې محمد خالد هوتک لومړۍ لوبه له یمني سیال او حامد اشرفي د مکاو چین سیال څخه وګټله، په دویمه لوبه کې دواړو اندونيزيايي سیالان مات کړل او په درېیمه سیالي کې یې د خپلو چیني سیالانو پر وړاندې ماته ومنله.
یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ٤٥ هېوادونو ترمنځ په ٤١ ورزشي رشتو کې تېره ورځ د جاپان په کوربتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د نهو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون لري.
