کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۳
کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په آساري سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه کې خان زاخېل لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۳ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه واليبال لوبې ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د نویو ځوانانو او ځوانانو د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۵
Background image

په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۲
Background image

دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS