په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلالاباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.
په دغو سياليو کې د ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او کابل ولایتونو څخه ټولټال ۸۴ تنو ورزشکارانو ګډون کړی او يوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار او کابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ وشوه، چې پکې عزیز له کابل ولايت څخه خپل سيال تاج محمد د ننګرهار ولايت ورزشکار ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
