کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۲۳:۲۴
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون او د عبدالستار حکمت زاده په مالي ملاتړ د امام صاحب ولسوالۍ د وزلوبې په ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه آخرالاقه اعلان شول، چې لومړی سرور پهلوان او دويم بيا مطيع الله نظري پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د چاپندازانو ظرفيت لوړول او خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي وو‌.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۵
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۵۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۲۰:۴۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي سلطان نورزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS