زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اتحاد لوبډلې د ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې ترنک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
