کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ د کیکبوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیکبوکسینګ فدراسیون د استازولي له لوري په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسوالۍ په کچه د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځه ټاکنیزې سیالۍ د واکو کیکبوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې یې ۴۵ غوره ورزشکاران د یادې ولسوالۍ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
یادې سیالۍ د ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه، مډالونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
