کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په امام ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مراد شيخ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مراد شيخ او نوري ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مراد شيخ لوبډلې د یو پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې ١٢ ورځې یې دوام وکړ.
