ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.
دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني او کيک بوکسېنگ ورزشي ريشتو کې ترسره شول، چې موخه يې ورزش ته د زده کوونکو هڅول وو.
