هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو
د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.
د ښاغلي فروتن په وينا:« په دغه کلب کې پنځه نړيوال سټنډرډ ميزونه، چې پر يو وخت لس ورزشکاران پرې لوبه کولی شي شتون لري، نوموړي همداراز وويل هڅه کو چې د هلمند په نورو ولسواليو کې هم ورته کلب پرانيزو».
د ويلو ده، چې د درې اوونۍ مخکې په مرکز لښکرگاه ښار کې د اسدالله بارک او بسم الله دوستي په گډ مالي لگښت د شاوخوا ۳ ميليونو افغانيو په ارزښت د فوټسال يو معياري مصنوعي لوبغالی پرانيستل شوی و.
