کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د فوټسال سيالۍ د اتحاد قرصيدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د جوانان مجتمع ورزشي جام په نوم د فوټسال سيالۍ د اتحاد قرصيدي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد قرصيدي لوبډلې خپلې سيالې خمزرګر اف سي لوبډلې ته د زياتو امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول او ورزشي سياليو ته زمينه برابرول و.
