لغمان؛ عليشنگ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې ۳۰ ورځې يې دوام وکړ د جمشید آباد منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د جمشید آباد منتخبې او جمشيد ب لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه جمشيد ب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې جمشيد آباد منتخبې لوبډلې ياد هدف په ۷م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۸ ویکټو په توپیر وگټله.
