کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر عنوان لاندې د چاپيريال ساتنې د فرهنګ د ترويج په موخه د ځغاستې سیالۍ او د نيالګيو کښېنولو کمپاين ترسره شو.

دغه سيالي له غازي سټېډيوم څخه تر مرنجان تپې پورې واټن کې ترسره شوه، چې په مرنجان تپه کې بیا د مسؤلينو او ورزشکارانو له لوري د نيالګيو کښېنول هم ترسره شول.

د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد د هېواد ورزش ادارې وروستۍ لاسته راوړنې او د هېواد د ځوانانو د روزنې په برخه کې يې هڅې د افتخار وړ وبللې او زياته يې کړه، چې زموږ د دې برنامې اصلي هدف په خلکو کې د سالم چاپېریال او ورزش د اهميت احساس پيدا کول دي.

دغه راز د اړيکو د دفتر ( T.L.O ) مؤسسې مرستيال عبدالرحيم خُرم، بیا په بېلابېلو برخو کې د خپلو فعاليتونو او د دې ډول سياليو او کمپاين د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې.

د ويلو ده، چې د دې سياليو او کمپاين د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزشې ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د چاپيريال ساتنې ادارې مالي او ادارې مرستیال مولوي سعد الدين سعيد، د اړيکو دفتر مرستيال عبدالرحيم خرم، ورزشکارانو، د رسنيو استازو او نورو مسؤلینو ګډون کړی و، چې په پای کې يې په مرنجان تپه کې د ورزشکارانو او مسؤلينو له لوري نیالگي هم کښېنول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۲۳:۱۴
Background image

کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او رزش عمومي ریاست اړوند سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولایت ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۲۳:۱۳
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ  د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت مرکز مزار شریف ښار  کې  د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینګ سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۱۰
Background image

زابل؛ ترنک اتلانو لوبډلې د اتحاد جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټبال سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام. . .

BACK TO NEWS