کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۹:۵۲
کابل کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بسکټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د بسکټبال ملي لوبډلې پنځه څلوېښتم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به د بسکټبال ازاد کټګورۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شي، چې په پایله کې ۱۸ ورزشکاران د لویو ورزشکارانو ملي لوبډلې ته، ۱۴ ورزشکاران د ځوانانو ملي لوبډلې ته او ۱۲ ورزشکاران به د نویو ځوانانو بسکټبال ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په لومړي لوبه کې د ننګرهار ولایت لوبډلې خپلې سیالې د بلخ ولایت لوبډلې ته د ۵۱/۳۵ نومرو په توپير ماتې ورکړه او لومړي بریا یې خپله کړه.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د المپیک کمېټې، بدني روزنې اوورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل ښار بدني روزنې او ورزش ریاست ریئس مولوي عتیق الله خالد، د ورزش ادارې د امریتونو مسوولین، د بسکټبال ملي فدراسیون رهبري پلاوي، د ولایتونو استازي، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د هېواد د بسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې یوه اوونۍ به دوام کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS