کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره ورزشکارانو او بېلابېلو وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۳۰ کيلو گرام وزن کې احمد، ۳۵ کليو گرام کې عرب، ۴۰ کيلو گرام وزن کې محمد صهيب، ۴۵ کليو گرام وزن کې يما او ۵۰ کليو گرام وزن کې اميد لومړي مقامونه خپل کړل.
