کابل؛ د کورش پسرلنۍ اختریزې سیالۍ پای ته ورسیدې .

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۹:۴۷
کابل؛ د کورش پسرلنۍ اختریزې سیالۍ پای ته ورسیدې .

د افغانستان د کورش ملي فدراسیون اړوند د کابل د کورش کلبونو ترمنځ پسرلۍ اختریزې لوبې ترسره شوې.

یادې سیالۍ د لوړ عمر لرونکو له ۶۰ - ۱۰۰+ وزني کتګوریو څخه د کابل ښار له نهو کلبونو تر ۱۰۰ ډیرو ورزشکارانو پکې ګډون کړی ۇ.

دغه سیالۍ د سهار نهه بجې پیل او د ماښام تر اوو بجو یې دوام وکړ چې په پایله کې د کابل ولایت له یادو نهو کلبونو څخه چشتي کلب لومړی، آریانا کلب دوهم او ورپسې د کابل پوهنتون کلب درېیم مقام خپل کړ.

د کورش دغه اختریزې سیالۍ چې نن جمعه د یوې ورځې لپاره د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې وشوې، موخه یې د کورش غوړېدا، پرمختګ او همدارنګه د تجربو ترلاسه کول بلل شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۸
Background image

کابل کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د معلوماتي بروشورونو او پوسټرونو د وېش لړۍ پیل شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ورزش د ودې رياست له لوري د کابل ښار دوو ښوونځيو زده کوونکو ته ورزش د ټولو لپاره ( ورزش برای همه) تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۸
Background image

کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې. . .

BACK TO NEWS