کابل؛ د کراټي ټاکنیزې سیالۍ ملي لوبډلې ته د ۸۰ ورزشکارانو په غوراوي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۱:۳۱
کابل؛ د کراټي ټاکنیزې سیالۍ ملي لوبډلې ته د ۸۰ ورزشکارانو په غوراوي پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د ۵۱۸ ورزشکارانو ترمنځ په کيوکيشن او امتيازي سبک کې د کراټې ټاکنيزې سيالۍ ملي لوبډلې ته د ۸۰ ورزشکارانو په غوراوي سره پای ته ورسېدې، چې پنځه ورځې يې دوام.

په دغو سیالیو کې د ۲۰ ولایتونو ۵۰۵ ورزشکارانو او له ایران هیواد څخه د افغان مهاجرینو ورزشکارانو ۱۳ کسیزې لوبډلې هم ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د ځوانانو او لويو ورزشکارانو په عمري او له ۵۰ کيلو ګرام څخه تر ۹۰ کيلو ګرام وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې پايله کې په کیوکیشن سبک کې ۲۰ ورزشکاران د لويانو له کټګورۍ او ۲۰ ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ څخه او په امتیازي سبک هم۲۰ ور شکاران د لويانو له کټګورۍ او ۲۰ ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ څخه، وټاکل شول، چې ټول ۸۰ ورزشکاران کېږي.

د یادو سياليو د پای مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست پخوانی رييس انجينر نظر محمد مطمئن، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د کراټې ملي فدراسيون رهبري، د ورزش ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست رييس اتل مشواڼی، ورزشکاران او زيات شمېر مينوال راغلي وو.

یاده دې وي، چې د ولايتونو په کچه د کيوکيشن سبک او د لويو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې هرات لومړی، فراه دويم او خوست درېيم مقام ترلاسه کړ او د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې بیا هم هرات لومړی ، خوست دويم او بادغيس درېيم مقام ترلاسه کړ او امتيازي سبک کې کابل لومړی، مهاجرينو لوبډلې دويم او غزني درېيم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS