کابل؛ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د هرات بايسکل ځغلونې ۶ کسيزې لوبډلې سره وليدل

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
کابل؛ د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د هرات بايسکل ځغلونې ۶ کسيزې لوبډلې سره وليدل

د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د هرات ولايت د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون د استازولۍ له ۶ کسيزې لوبډلې سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وستايل شول.

په دغې ستاينغونډې کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د يادې لوبډلې ښه راغلاست او ستاينې ترڅنګ د ورزش ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ او د ورزش اداره يې د ورزشکارانو خپل کور ياد کړ.

د يادونې وړ ده، چې يادې لوبډلې د « پاک چاپيريال ـ سالمه ټولنه » تر شعار لاندې د روانې غبرګولي مياشتې په ۲۳ مه نېټه له کابل څخه تر لغمان- ننګرهار- کونړ او د نورستان مرکز پارون پورې ۳۶۰ کيلو متري واټن طی کړی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS