کابل؛ د واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا سياليو ته پر چمتووالي بوخته ده
د هېواد ورزش ادارې سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د واليبال ملي لوبډلې ۵۲ لوبغاړي، د ۲۰۲۶ مرکزي اسيا واليبال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي په موخه د تېرو درې ورځو راهیسې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د بهرني روزونکي تر روزنې لاندې پر تمريناتو بوخت دي.
په دغه تمريناتي کمپ کې د واليبال ملي لوبډلې ايراني روزونکي محمد اسداللهيي له لوري د لوبغاړو په تخنيکي او تکتيکي، دفاع، بلاک، سرويس او نورو برخو کار کېږي، تر څو د مرکزي اسيا زون سياليو ته په بشپړ ډول چمتو شي.
ياد تمریني کمپ، چې د روانې چنګاښ مياشتې پر ۶مه نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نيټې به دوام وکړې، په پايله کې به يې ۱۴تنه د مرکزي اسيا زون واليبال جام سياليو کې د ګډون په موخه وټاکل شي.
ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ مرکزي اسيا زون واليبال جام سيالۍ د پاکستان په کوربتوب، د کوربه پاکستان، افغانستان، هندوستان، سريلانکا، بنګلهدېش، ترکمنستان، قرغيزستان، قزاقستان، نيپال او مالديف لوبډلو ترمنځ د ياد هېواد په اسلام اباد ښار د روان ميلادي کال د جولای مياشتې له ۱۹ مې نيټې تر ۲۹ مې نيټې پورې ترسره شي.
