کابل؛ د واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا سياليو ته پر چمتووالي بوخته ده

org_admin
Mon, Jun 29 2026 4:35 PM
کابل؛ د واليبال ملي لوبډله د مرکزي اسيا سياليو ته پر چمتووالي بوخته ده

د هېواد ورزش ادارې سره په همغږۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د واليبال ملي لوبډلې ۵۲ لوبغاړي، د ۲۰۲۶ مرکزي اسيا واليبال جام سياليو ته د بشپړ چمتووالي په موخه د تېرو درې ورځو راهیسې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د بهرني روزونکي تر روزنې لاندې پر تمريناتو بوخت دي.

په دغه تمريناتي کمپ کې د واليبال ملي لوبډلې ايراني روزونکي محمد اسدالله‌يي له لوري د لوبغاړو په تخنيکي او تکتيکي، دفاع، بلاک، سرويس او نورو برخو کار کېږي، تر څو د مرکزي اسيا زون سياليو ته په بشپړ ډول چمتو شي.

ياد تمریني کمپ، چې د روانې چنګاښ مياشتې پر ۶مه نېټه پيل شوې او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نيټې به دوام وکړې، په پايله کې به يې ۱۴تنه د مرکزي اسيا زون واليبال جام سياليو کې د ګډون په موخه وټاکل شي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ مرکزي اسيا زون واليبال جام سيالۍ د پاکستان په کوربتوب، د کوربه پاکستان، افغانستان، هندوستان، سريلانکا، بنګله‌دېش، ترکمنستان، قرغيزستان، قزاقستان، نيپال او مالديف لوبډلو ترمنځ د ياد هېواد په اسلام اباد ښار د روان ميلادي کال د جولای مياشتې له ۱۹ مې نيټې تر ۲۹ مې نيټې پورې ترسره شي.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS