خوست؛ په مرکزي زندان کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې تڼیو منتخبې لوبډلې د ٣١ پر ١٥ نمرو په توپیر خپلې سیالې مندوزیو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
