کابل؛ د فوټبال حذفي جام سیالۍ د اردو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۴۳
کابل؛ د فوټبال حذفي جام سیالۍ د اردو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال حذفي جام سیالۍ چې د لیندۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شوې وې، د اردو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د پایلوبې په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس عبدالجبار صدیقي، د پرسونل تعلیماتو معاونیت غړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې له درې لیګونو؛ لومړي، دویم او درېیم لیګ څخه ۳۲ لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې په غازي امان الله خان ورزشي سټډیوم کې د سرې میاشتې او اردو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اردو لوبډلې د ۳- صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د اردو لوبډلې په ګټه صفت الله، شاداب او شیر محمد یو- یو ګول ترسره کړ.

د یادونې وړ ده چې د پای په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴۷
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وزیر آباد لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

BACK TO NEWS