بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۴۷
بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د وزیر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بلاکو ځوانانو او وزیر آباد ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بلاکو ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٥٥ منډو هدف وټاکه. وزیر آباد لوبډلې ټاکلی هدف پرته له کومې ویکټې د لوبې په درېیم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل ښار محمد باقر په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران عطايي لوبډلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۹:۱۵
Background image

BACK TO NEWS