کابل؛ د جنوبي زون د پهلوانۍ سیالیو پیل او د شمالي زون سیالیو پای
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند پهلوانۍ فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د جنوبي زون د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ پیل او د شمالي زون د ۸۰۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د څلورو کټګوریو( تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) په مختلفو ورزنو کې ترسره کېږي، چې موخه يې د زونونو په کچه د ملي لوبډلې د ټاکنیزو سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو ټاکنه ده، په پایله کې د شمالي زون له ۸۰۰ ورزشکارانو څخه ۱۶۰ ورزشکاران د ټاکنیزو سیالیو لپاره غوره شول.
یاده دې وي، چې د دغو سیالیو نندارې ته د پهلوانۍ فدراسیونو پر ورزشي مسئولینو سربېره ګن ورزشکاران او سلګونه نندارچیان هم راغلي وو.
