کابل؛ د افغانستان ورزش ادارې مسوولینو د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د استعداد موندنې او تمریني کمپ څخه لیدنه وکړه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۷:۲۴
کابل؛ د افغانستان ورزش ادارې مسوولینو د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د استعداد موندنې او تمریني کمپ څخه لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د والیبال ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د استعداد موندنې او تمریني کمپ، چې ۲۵ ورځې مخکې پيل شوی د افغانستان ورزش ادارې مسوولینو له لوري یې لیدنه وشوه.

دغه تمریني کمپ د افغانستان والیبال ملي لوبډلې روزنکي او د حمید موحیدي نړۍ‌وال روزونکي تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې تمه ده د تمریني کمپ له پای ته رسېدو وروسته ورزشکاران د اسیا کلبونو کپ سیالیو لپاره ، چې د ایران هېواد په کوربتوب ترسره کېږي ایران ته لاړ شي.

په دغه لیدنه کې د هېواد ورزش ادارې مسلکي او فني مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست رییس مولوي داد محمد بریال عطایي، یاد ریاست امرینو، والیبال ملي فدراسیون مسوولینو او د تمریني کمپ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست رییس مولوي داد محمد بریال عطایي د والیبال ملي لوبډلې روزونکي حمید موحیدي ته له ایران څخه د راتلو ښه راغلاست ووایه او د ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې په موخه د یاد تمریناتي کمپ په جوړېدو خوښي څرګنده کړه همدارنګه ورزشکارانو ته یې د تمریناتو او سیالیو په وخت کې د بدن پټولو او په خپل وخت د لمونځ کولو لازمه لارښوونه وکړه.

همدارنګه د هېواد ورزش ادارې مسلکي او فني مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د ایران څخه راغلو روزونکو ته، چې د ورزش په بېلا بېلو برخو کې ورزشکارانو ته روزنه ورکوي مننه وکړه او د تمریناتي کمپ ورزشکارانو څخه د لا زیاتو بریاوو غوښتونکی و.

د یاد تمریناتي کمپ موخه د ورزشکارانو د ظرفیت لوړول دي، چې راتلونکي کې به دې ته ورته نور کمپونه هم ورزشکارانو ته برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS