کابل؛ د افغانستان ملي پوهنتون کې د فوټسال ورزشي لوبغالی پرانیستل شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۹:۴۷
کابل؛ د افغانستان ملي پوهنتون کې د فوټسال ورزشي لوبغالی پرانیستل شول

د هېواد المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږۍ او د خصوصي سکتور په مرسته یاد پوهنتون کې د محصلینو د سالمې روزنې په موخه د ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت د فوټسال ورزشي لوبغالی پرانیستل شو.

دغه پرانیستغونډه کې د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان ملي پوهنتون رییس صداقت یعقوبي د یاد پوهنتون استاذانو، محصلینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغه پرانیستغونډه کې د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ وویل: د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ۵۴ فعال فدراسیونونه لري، چې دغه فدراسیونونو د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د ااا په راتګ سره په تېرو درې کلونو کې ډېر پرمختګ کړی دی او ورزش له مرکز نه ولایتونو ته او له ولایتونو نه ولسوالیو ته رسېدلې دی.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست رهبري هر وخت چمتو ده، چې د ملي پوهنتون محصلینو سره هر ډول مرسته وکړي او د یاد ریاست کلبونه او جمنازیومونه د دوې په خدمت کې دي، تر څو چې ګټه ترې واخلي.

ورپسې د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کاګر وویل: د ملي پوهنتون رهبري څخه ډېره مننه چې داسې احساس ورسره پیدا شو، چې محصلینو ته د زده کړو ترڅنګ د ورزش زمینه هم برابره کړه او همدغه ورزشکاران زموږ ویاړونه دي او موږ له ملي پوهنتون سره هر ډول که هغه فني مرسته وي که تخنیکي مرسته وي موږ چمتو یو.

وروسته د افغانستان ملي پوهنتون رییس صداقت یعقوبي راغلو ګډونوال څخه مننه وکړه او وویل: خوښ خوشحاله یم زموږ د محصلینو او ورزشکارانو هغه د امنیت ارمان، چې تېرو ۴۵ کالو کې درلوده پوره شو تر څو دوې وکولای په ارام مغز سره خپلې زده کړې ترسره کړي او ورزش د درس زده کولو لپاره ډېر ضروري دی په اخر کې د ورزش ادارې څخه مننه کوم، چې په داسې اقتصادي مشکلاتو کې د ولس ترڅنګ ولاړ دي.

د یادې پرانیستغونډې وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او معالجوي طب پوهنځي د فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې په پایله کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي دغه لوبغالی د ملي پوهنتون محصلینو او ځایی خلکو لپاره پرانیستل شو او موخه یې د محصلینو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول او د ځوانانو له نشه یی توکو لرې والی وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS