کابل؛ د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۴
کابل؛ د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» د لومړي ځل لپاره نن د يادې کميټې په مرکزي جمنازيوم کې پيل شو.

په دې سياليو کې د کابل نسيم ايف سي، د پروان شاهين، د بغلان يووالي، د نيمروز شيک پوشان، د بلخ ياران عمر، او د هرات ايثار لوبډلو ګډون کړی چې په لومړۍ لوبه کې يې د هرات ايثار لوبډلې د نيمروز شيک پوشان لوبډلې ته ۵ - ۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

هېره دې نوي چې ياد ليګ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټسال غوره ليگ ته، د دوو غوره لوبډلو موندلو او د فوټسال د ودې په موخه د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسیون د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، ورزشي مسوولینو او يو شمير مينوالو په شتون کې پيل شو، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۹
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بارکزي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۶
Background image

رسنیز بلنلیک

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په پام کې لري، چې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې په قزاقستان کې د وزلوبې کوکپر نړۍوالو سیالیو، په چین کې د ساحلي پهلواني سیالیو او بلاروس کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۴۴
Background image

کابل؛ د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» د لومړي ځل. . .

BACK TO NEWS