کابل؛ د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ د شپږ لوبډلو ترمنځ پيل شو
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» د لومړي ځل لپاره نن د يادې کميټې په مرکزي جمنازيوم کې پيل شو.
په دې سياليو کې د کابل نسيم ايف سي، د پروان شاهين، د بغلان يووالي، د نيمروز شيک پوشان، د بلخ ياران عمر، او د هرات ايثار لوبډلو ګډون کړی چې په لومړۍ لوبه کې يې د هرات ايثار لوبډلې د نيمروز شيک پوشان لوبډلې ته ۵ - ۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
هېره دې نوي چې ياد ليګ په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټسال غوره ليگ ته، د دوو غوره لوبډلو موندلو او د فوټسال د ودې په موخه د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسیون د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، ورزشي مسوولینو او يو شمير مينوالو په شتون کې پيل شو، چې اته ورځې به دوام وکړي.
