کابل؛ د افغانستان فوټبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالیو په لړ کې د کندهار عینو مېنې لوبډلې استقلال کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۹:۵۸
کابل؛ د افغانستان فوټبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالیو په لړ کې د کندهار عینو مېنې لوبډلې استقلال کابل لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د بدني رونې او ورزش لوی ریاست په مرسته او د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د فوټبال اتلانو غوره لیګ درېیم پړاو سیالیو په لړ کې چې تېره ورځ د ۱۲ لوبدلو ترمنځ پیل شوې، د کندهار عینو مېنې لوبډلې د استقلال کابل لوبډلې ته د ۳-صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

همدارنګه د دغه لیګ څلورمه او د نن ورځې دویمه لوبه د سرپل ولایت خدیم اف سي او اټک انرژۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې اټک انرژۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳ـ۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د نن ورځې لومړۍ سیالي د یاد غوره لیګ درېیمه سیالي وه، چې پکې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس د خپلې لوبډلې په ګټه ۲ ګولونه ترسره کړل او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو لیدو ته د فوټبال ملي فدراسیون او ورزش ادارې پر فني او مسلکي معاون سربېره ګڼ نندارچیان او د ورزش مینوال هم راغلي وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS