کابل؛ د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ په یو دېرشمه او دوه دېرشمه لوبه کې عدالت فراه او ابو مسلم فراه لوبډلو بریاوې خپلې کړې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۸
کابل؛ د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ په یو دېرشمه او دوه دېرشمه لوبه کې عدالت فراه او ابو مسلم فراه لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د افغانستان اتلانو لیګ فوټبال سیالیو په دوام کې نن یو دېرشمه لوبه کې عدالت فراه له موج ساحل او دوه دېرشمه لوبه کې ابو مسلم فراه له میوند اف سي لوبډلې سره لوبه ترسره کړه.

د دغو سیالیو په یو دېرشمه لوبه کې عدالت فراه لوبډلې د ۳ پر صفر ګول موج ساحل ته او دوه دېرشمه لوبه کې ابو مسلم فراه د ۹ پر یو ګول میوند اف سي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست په همغږي د فوټبال فدراسیون له لوري له مرکز او ولایتونو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي چې ۱۷ ورځې به نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS