پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اسلام زي لوبډلې له خپل ۱۸۹ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۲۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې محمد جمیل لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
