سرپل؛ سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې
د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د دغو په پایلوبه کې نجوم الج.هاد لوبډلې خپلې سیالې ښاروالۍ صداقت لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړ او اتلولي یې خپله کړه.
