پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د "يووالي" په نوم د ټیپ بال سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۹:۹
پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د "يووالي" په نوم د ټیپ بال سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د "يووالي" په نوم د ټېپ بال سيالۍ چې د دې ولسوالۍ د مسافرو له لوري ١٥ ورځې وړاندې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د ماسټر ګوهر لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ماسټر ګوهر او ميرويس لوبډلو ترمنځ وشوه د لوبي پيل د ماسټر ګوهر لوبډلې وکړ، چې په ټاکلو ١٤ تورونو کې يې خپل سيال ته ١٧١منډې هدف ورکړ.

په مقابل کې ميرويس لوبډلې ورکړل سوى هدف پوره نه کړ او لوبه يې د ٣٠ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالى رامنځته کول دي.

په پاى کې د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ١٥ زره افغانۍ او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ٦ زره افغانۍ نغدي جايزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS