پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پایه ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۶:۵۰
پکتیکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پایه ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون استازولي او برمل ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې شل ورځې یې دوام وکړ د احمدزي چیلنجر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته احمدزي چلینجر او عمري لښکر لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه احمدزي چلینجر لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۵۴ منډې هدف کېښود، بل لوري ته عمري لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره د اوو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې په ۳۴ منډو ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه په لرې پرتو سېمو کې ورزش ته وده ورکول یاد شوي او په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS