میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې ځوان عمر لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې م.ج.اهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دغه سيالۍ د لوی اختر په مناسبت پیل شوې وې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل او دویم مقام ته اته زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS