پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۵۲
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په یادو سیالیو کې د مرکز ښرنې او ولسوالیو سربېره د غزني ولایت لوبډلو هم ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه یې د استاد یوسف او کریخېلو مدرسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې استاد یوسف لوبډلې د ۲ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د ورزش کارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې اووه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS