زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې د عبدالناصر کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ د اسد ۲۴مې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.