پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۷
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې له نهو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ د پکتیا ځلاند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، بامیان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه ۵۰ لوبډلو گډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې د پکتیا ځلاند لوبډلې خپلې سیالې موسهي اتلانو لوبډلې ته د ۳ پر یو میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٤٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴
Background image

خوست کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند اماني لوبغالي کې په دوو ګروپونو کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو له الف ګروپ. . .

BACK TO NEWS