پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې احمدزي لوبډلې له خپل ١٤٣ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ٦٣ منډو په توپیر یې خپلې سیالې آریوب سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
