پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Sep 22 2025 9:17 AM
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې له نهو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ د پکتیا ځلاند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له کابل، لوگر، خوست، ميدان وردگ، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، بامیان او کوربه پکتیا ولایتونو څخه ۵۰ لوبډلو گډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې د پکتیا ځلاند لوبډلې خپلې سیالې موسهي اتلانو لوبډلې ته د ۳ پر یو میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS