پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نیازیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نیازیو منتخبې لوبډلې د ۲ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بلال غلام خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
