لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل ځغلونې او نورو ورزشي رشتو ورزشي نندارې ترسره شوې.

په دغو ورزشي نندارو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ياد رياست د المپيکي چارو رييس دادمحمد پاينده اختري، فني رييس محمد يوسف افتخار، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رييس سيد نبي الله سادات، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د دغې ورزشي برنامې په پيل کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اخترې خبرې وکړې، ګډونوالو ته يې ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، له دغه ورزشي نندارو او برنامو څخه مو لوی هدف دادی، چې ځوانان ورزش ته وهڅوو، ورزش وکړي او د ورزش له لارې خپل هېواد ته وياړونه راوړي.

هېره دې‌ نه وي چې دغه ورزشي نندارې له کابل ولايت څخه تر لوګر ولايت پورې د ۶۰ موټر سايکل ځغلونکو له لوري ترسره شوې او همدا راز د لوګر ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې هم د موټرسايکل ځغلونکو ترڅنګ د بايسکل ځغلونې، کراتې او نورو ورزشي برخې ورزشي نندارې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نیازیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

BACK TO NEWS