دایکندي؛ سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د سنګ تخت بندر ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د يادې ولسوالۍ په شنيه مقبول سيمه کې د ژمي جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ازادي ارل لوبډلې خپلې سيالې ناوه سای لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د فوټبال لوبو ته وده ورکول و.
See
