پکتيکا کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نيزه وهنې درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۳
پکتيکا کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نيزه وهنې درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د پکتيکا په مرکزي ميدان کې د شپږو ولایتونو د اووه لوبډلو ترمنځ ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د نيزه وهنې درېيم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د پکتيکا والي مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ، د ورزش ادارې پخواني رييس انجينر نظر محمد مطمئن، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون رييس غلام سرور جلال، د پکتيکا ورزش آمر ډاکټر سيرت، له مرکز څخه تللي پلاوي، د رسنيو استازو، قومي مخورو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

په يادو سياليو کې د زابل، غزني، خوست، پکتيا، ميدان وردگ او کوربه پکتيکا A او B لوبډلو گډون کړی، چې په لومړي سکشن او دويم سینگل لين کې غزني لوبډلې تر نورو ښه لوبه کړې ده.

په دغو مراسمو کې د‌ ورزش ادارې پخواني رييس انجينر نظر محمد مطمئن وويل: « دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې په لومړي ځل په پکتيکا کې د نيزه وهنې ولايتي سيالۍ ترسره کېږي، نيزه وهنه زمونږ تاريخي او ملي لوبه ده، نوموړي همدا راز زياته کړه تاريخ دا ښودلې ده، چې اسونو په جهاد کې مهم او اساسي رول لوبولی، د ااا په راتگ سره ملي او دوديزو لوبو تر بل وخت لا ډېره وده کړې ده، ښاغلي مطمئن په خپلو خبرو کې زياته کړه؛ د هېواد ورزش په تېرو درېيو کلونو کې په بېساري توگه وده کړې.»

په دوام يې د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو ملي فدراسيون رييس غلام سرور جلال وويل: « هڅه مو دا ده، چې نيزه وهنې ملي لوبه نورو ولايتونو ته ورسو، نوموړي همدارنګه زياته کړه د ورزش ادارې له مونږ سره د سياليو په چمتو کولو کې هر اړخيزه همکاري کړې ده او په نږدې راتلوونکي کې به زموږ د نيزه وهنې ملي لوبډله په نړيوالو سياليو کې گډون وکړي.»

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به د دوې ورځې دوام وروسته پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS