پکتيکا؛ یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د ځوانانو په مالي ملاتړ د دې ولايت په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د یحی خېلو او مټاخېلو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې مټا خېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱/۲ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسراوي موخه لیرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.
