پکتيکا؛ په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د يوسف خېلو ولسوالۍ په ميست کلي کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د کټواز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د يحيی خېلو بازانو لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د يحيی خېلو بازانو او ميسټ نايټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ميسټ نايټس لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۱ منډو هدف کېښود، يحيی خېلو بازانو لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۵ ورځې دوام وکړي.
