پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۱ - ۲۱:۲۴
پکتيکا؛ په مرکز ښرنه کې د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د مرکز ښرنې ښار په څلي سيمه کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د څلي سټرايکرز لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د څلي سټرايکرز او ايلون سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ايلون سټارز لوبډلې د لوبې پچه په گټلو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۹۳ منډو هدف کېښود، څلي سټرايکرز لوبډلې ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۰ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS