د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدلې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار او ولسوالیو کلبونو څخه د ۲۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ چې اته ورځې وړاندې پيل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د نويو ځوانانو په عمري کټګورۍ او په ۱۳ بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې ۲۶ تنه سوکوهونکي د کابل ښار د نويو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کابل ښار د نويو ځوانانو د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې، چې د پای په مراسمو کې يې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبرۍ غړو، د دې فدراسيون رئيس قدير سلطاني، مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير مينوالو ګډون کړی و، چې د مسوولینو له لوري مقام ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
