پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۹:۸
پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د نېزې وهنې سيالۍ تر سره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د نېزې وهنې فدراسيون له لوري، د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ( يحی خېل، يوسف خېل، مش خېل، يحی خېل B او زاولو مرکز ) لوبډلو تر منځ د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوه.

په يادې سيالۍ کې يحی خېلو لوبډلې د ۴۸ نمرو سره لومړی، زاولو مرکز لوبډلې له ۴۴ نمرو سره دويم او د مش خېلو لوبډلې ۳۲ نمرو سره درېيم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ، چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.

په پای کې لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS